جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امریکایي يرغلګر هر کال د خپلو جنایتونو د دوام پړه پر نورو وراچوي
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکایي يرغلګر هر کال د خپلو جنایتونو د دوام پړه پر نورو وراچوي

خبر:

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن د تېرې جمعې په ورځ په پنټاګون کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې؛ ۲۰۱۷م. کال به تر سږ کال ډېر د افغانانو لپاره له ستونزو ډک وي. نوموړي امریکایي جنرال د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ روان اختلافات د اندیښنې وړ وباله او ټینګار يې وکړ چې: «زموږ پیغام د افغان حکومت سیاسی مشرانو ته تل دا دی، چې موږ د دوی ترمنځ سیاسی رقابتونو ته درناوی لرو، خو لطفاً اجازه مه ورکوئ، چې ستاسو ترمنځ سیاسي مخالفتونه پر امنیتي لاسته راوړنو اغیزه وکړي، ځکه دغه لاسته راوړنې په خورا لوړ قیمت تر لاسه شوې دي. د دغو اختلافاتو د دوام یو زیان د ټولنې ترمنځ د درز رامنځته کېدل دي، خو موږ تر اوسه د افغان ځواکونو په لیکو کې د ورته حالت رامنځته کېدو شاهد نه یو.»

تبصره:

اوس بايد ټولو ته دا ثابته شوې وي چې د کال په اوږدو کې همېشه امريکايي يرغلګر وايي؛ «هرڅه سم روان دي!، حکومت د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو کافي نه دي! او …»، مګر د هر کال په پای کې د راتلونکي وضعیت په اړه د امریکايي يرغلګرو ځواکونو قوماندانان دغه ډول زړه بوږنوونکې وړاندوېینې کوي او کټ مټ د سامري د خوسي په څېر بغارې یې عامه افکار تر سحر لاندې راولي، ترڅو د افغانستان مسلمان ولس د دغو غمیزو د پای اصلي حل لارې «د اسلامي نظام یا راشده خلافت» بيا تاسيس ته پاملرنه ونه کړي. په داسې حال کې چې د افغان حکومت د سیاسي مشرانو ترمنځ د اختلاف لامل د جان کيري د «ملي يووالي» د بدنام او وېشل شوي حکومت نسخه او د ولس تر منځ د هر راز قومي، ژبنۍ او مذهبي تفرقې اصلي عامل، له امریکا سره د کرزي د ستراتيژیک او د اشرف غني د امنيتي تړون له مخې د اشغال او استعمار دوام دی او بس.

تر دې وړاندې د جان کیري له خوا ټاکل شوي جمهور رییس اشرف غني هم د سږ کال لومړۍ شپږ میاشتې له ستونزو ډکې بللې وې، مګر دا دی د هغه بادار جنرال نکولسن راتلونکی کال تر سږ نه سخت اعلان کړ. حال دا چې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس څه د پاسه ۱۵ کاله له دا ډول ترور، وحشت، ذلت او ناورین څخه ډک تېروي. په دې اړه باید له کرزي څخه د ستراتيژيک تړون، له اشرف غني څخه د امنیتي تړون او د يرغلګرو د سفارت خونو له کرایي تحليلګرانو څخه پوښتنه وشي چې یرغلګرې او ښکېلاکګرې امریکا او ناټو افغان ولس تر کومې هوساینې، ډاډ او امنیت پورې ورساوه؟!

همداراز جنرال نېكولسن زیاته کړې چې؛ روسیه او ایران د ناټو پر خلاف طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅه کوي او دا په خپله له ناټو سره د روسيې رقابت دی چې ناوړه پایلې لري. دغه ښکېلاکګر په ټوله بې حیایۍ سره هڅه کوي تر څو په افغانستان كې د امریکا او ناټو د راروانو وحشتونو او بدمرغيو پړه سر له اوسه پر نورو ور واچوي، په داسې حال کې چې ایران د اسلامي انقلاب په بڼه کې د امریکا تر ټولو مخلص او ستراتیژیک ملګری دی او روسیه هم تر اوسه یوازې د ځان په اړه د اندېښنې له مخې ځینې څرګندونې کوي، له همدې امله په افغانستان کې د روانې تراژيدۍ اصلي لامل د امریکایی اشغال او استعمار شتون دی او بس.

دا يوازې افغانستان نه دی، بلکې په ټولو اسلامي خاورو کې د امریکا او ناټو د اشغال او استعمار شتون د ټولو بدمرغيو بنسټيز لامل دی. هغه که نړيوال او سيمه ييز هېوادونه له امريکا او ناټو سره رقابت کوي او که د حکومتي مشرانو تر منځ اختلاف رامنځ ته کيږي او که ولسونه د قوم، ژبې او مذهب پر بنسټ سره وېشل کيږي او که مسلمانان په يو نوم او بل نوم وژل کيږي، او .… د دغو ټولو ستونزو او ناورینونو اصلي پړه د امریکا او ناټو، تر لارښوونه لاندې، د ملګرو ملتونو، نړيوالو سازمانونو، د هغوی د لاسپوڅو چارواکو، استخباراتو او کرایي قاتلينو پر غاړه ده او يوازينۍ حل لاره يې هم د امت له خوا د الله سبحانه وتعالی له غوښتنې سره سم د اسلام پر مبداء «عقيدې او نظام» باندې منګولې لګول دي، ترڅو د امت د نړۍ ليد خلاف د ناروا تفکير څخه د منځ ته راغلي فساد، جرړې د ژوند په اړه د اسلامي نړۍ ليد له مخې د سم تفکیر پر مټ له منځه يوسو، امت ته د اسلامي عقيدې له مخې سوچه اسلامي دولت «راشده خلافت» تاسیس کړو او د هغه نړيوال رسالت د هدایت نور د نړۍ ګوټ-ګوټ ته ورسوو، چې د لا ډېرو انسانانو د دنیوي او اخروي نېکمرغۍ سبب شي او پر اوسنيو کفري مفکورو، شیطاني کړنو، وينو خوړونکو نظامونو او سازمانونو «د فتنې پر سرچينو» باندې برلاسي شو، ترڅو په آخرت کې ګڼ شمېر انسانان له دوزخ څخه خلاصون ومومي او د الله سبحانه وتعالی د رحمت تر سیوري لاندې جنت ته داخل شي. 

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې